هغه صحنه چې موږ رامنځته کړه
په انتظار کې یوه عجیبه راحتی ده. موږ اکثرو افغان مدنی فعلانو، ژورنالیستانو، اکډمیک شخصیتونو، او فعالان چې د ۱۴۰۰ ز کال له اسد میاشتې وروسته راووتو، په یوه راحته توهم کې ناست یوو: همدا چې دا تبعید لنډمهالی دی. د دطالبانو مستبدد حاکمیت لنډمهالی دی، او همدا چې بالاخره به بېرته ځوو او ټول به بېرته خپل پخوانیو ونډو او دندو ته ستنېږو. موږ چې هر وخت سره راټول شو په همدې غږېږو چې «چې کله هر څه بدل شی». موږ غونډو او کنفرانسونو ته ځوو. راپورنه او مقالې لیکو او ناستې جوړو. موږ یو وار بیا خپل ځان او نړیوالې ټولنې ته تمثیل کوو.
خو څه که انتظار په خپله یو ستونزه وی؟ څه که زموږ له ځان نه تیښته یوازې د روښانفکری ماته نه، بلکې زموږ اخلاقی ماته هم وی؟ همدا چې نشو کولی خپل ځان او تېر ته په انتقادی ډول وګورو، موږ څه وکړل؟ څه کې ناکام شو؟ او د جمهوریت په شلو کلونو کې له موږ څه جوړ شول؟
دا اسانه پوښتنه نه ده، خو اړینه ده.
زما په یاد دی چې په افغانستان امریکایی پوهنتون کې مې د ټولنپوه اروینګ ګافمن (Erving Goffman) نظریات تدریسول، ذهن ته مې دا خبره راتلله چې موږ هم یوه صحنه یا دریځ رامنځته کړ. ګافمن ټولنیز ژوند ته د تیاترو په سترګه ګوری. یو د پردې مخکې صحنه ده چې موږ یې د لیدونکی لپاره په عام ژوند کې لوبوو، یو د پردې شاته صحنه ده چې په شخصی ژوند کې یې کوو. شل کاله افغان نړیوالو-وطنی لیدلرونکیو نخبګانو د پردې مخکې تمثیل وکړ. موږ د ډیموکراسی، بشری حقونو، جنسیتی برابری او ښې حکومتوالۍ خبرې کولې. په موږ د کابل، جینوا، بروکسل او واشنګټن ډی سی د کنفرانسونو خونې ډکې وې. موږ فصاحت لرلو، غرب کې مو زده کړې کړې وې، او خپلو ډونرانو ته مو سر ښوراوه. خو په همدې وخت کې یو بل څه هم رامنځته کیدل.
کلونه، کلونه مو همدا تکرار کړل. همدا یو ډول د پروژو اخیستلو پروپزلې مو ولیکلې، همدا یو ډول ورکشاپونو ته ولاړو او یو ډول چوکاټونه مو وکارول. موږ د فیلسوفې جوډیټ بټلر په اصطلاح په (تمثیل) بدل شو. موږ ځانونه د یوې ځانګړې سوژې په بڼه تولید کړل، یعنې «ښه افغانان» د هیواد د بیارغونې مننونکې څیرې. په همدې سلسله کې رانه هېر شول چې له ځان نه وپوښتو او پوه شو چې آیا هغه څه چې پرې لګیا یوو کومه ګټه هم لری که نه؟
د پردې شاته څه و
په همدې وخت کې د پردې شاته بله کیسه وه. دولت کمزوری و، مفسد و، او په ډېرو مواردو کې له اکثریتو افغانانو سره په واټن کې و. لاسته راوړنې واقعی وې، خو مساوی نه وې. په بهرنیو مرستو تکیه موقتی مسله نه وه، بلکې د همدې ټولې پروژې دایمی ساختار و. موږ ډېر په همدې ښه پوهېدو خو هېڅ مو نه ویل. خو ولې غلی وو؟
انسانپوه ماریلا پنډولف دې پوښتنې ته دردونکی خو صادقانه ځواب ورکوی. دا استدلال کوی چې نړۍ والې بشری مرستې د «مظلوم ښودنې او د هغوی د ژغورنې » په څرخ ولاړې دی. د دې لپاره چې محلی لوبغاړی فنډ، شناخت او مشروعیت تر لاسه کړی باید په دوامداره توګه مظلومان تولید کړی. داسې خلک چې ژغورنې ته اړتیا لری. او په همدې توګه همدا محلی لوبغاړی د همدې مظلومانو او نړیوالې ټولنې تر منځ په یوه پل بدل شی. که دا ستونزې حل شی فنډ بندېږی. که سیاست لږ ډېر مغلق شی ډونران سترګې ترې اړوی.
افغانستان مدنی ټولنې په دې سیستم کې خورا مهارت وموند. موږ زده کړل چې د هیواد سیاسی بحران په ډېره اسانه ژبه ترجمه کړو. مثلا د «ظرفیت لوړونه» یا «همغږی» او «د بنسټونو پراختیا». موږ دا زده کړل چې کومې ستونزې ته فنډ اخیستل کېږی کومې ته نه. خو تر ټولو مهمه دا ده چې موږ دا زده کړل هېڅکله هغه پوښتنې مطرح نه کړو چې زموږ ډونران یې ناراحته کول. د ټولو تناقضاتو په اړه پوښتنې، لکه همدا چې د ولسواکی په نوم جګړه روانه وه، پخوانی جنګسالان او فساد یې، دوه تابعیته ډیسپورا چې دولت یې رهبری کاوه، او هغه واټن چې د کابل او نور هیواد تر منځ رامنځته شوی و.
دا دومره ساده نه وه چې یوازې په فساد او بد نیتی یې خلاصه کړو. دا د پنډولفی په وینا د «بشری مرستو د خیال» منطق و. دا د بیا رغونې په اړه یو ژور تصور و، چې څوک تر متسفید کېږی او څه ته موږ پرمختګ ویلی شو. دا ټول تصورات له افغانستان نه د باندې راتلل. موږ نړیوال-وطنی لیدلورنکیو نخبګانو همدا په خپلو محلی واقعیتونو بدلول. بومی مو نکړل او نه مو دا پوښتنه وکړه چې آیا دا کار ورکوی که نه؟ تر دې لږ نور هم مخکې لاړو. له ۲۰۰۱ز وروسته دنیا له افغانانو تمه لرله چې خپل عصریتوب ثابت کړی. د دې لپاره چې جدی ونیول شی باید له غربی لیبرال ارزښتونو سره خپل نږدوالی جوت کړی. دې یوازې دوه اړخونه رامنځته کړل، «ښه افغان» چا چې نړیواله پروژه ومنله او «بد افغان» چا چې یې پر وړاندې مقاومت وکړ. په همدې تعریف کې موږ نړیوال-وطنی لیدلورنکیو نخبګان د ښه افغان په تعریف کې راتلو. د دې دریځ بیه د ځان سانسورول او اخلاقی زوال و. موږ په خپلو ټولو هغو همکارانو او دوستانو سترګې پټې کړې چې وطن یې پریښود او غرب کې یې اسوده ژوند جوړ کړ، په عین حال کې یې د بومیتوب ادعا هم کوله او د افغان مدنی ټولنې مالکان هم شول. موږ له دې ډارېدو چې که په دوی باندې په ښکاره توګه نیوکه وکړو نو د هغه بل لوری خواخوږی به وګڼل شو. موږ په مکرر ډول د همدې ښه والی تمثیل وکړ، تر هغو چې دا تمثیل زموږ په هویت بدل شو.
تبعید چې موږ یې ضایع کوو
آیا موږ خپل تبعید ضایع کوو؟
فلسطینی مفکر ایډوارد سعید چې خپله هم په دایمی تبعید کې و، د بې ځایه کېدو په اړه لیکی چې که څه هم بې ځایه کیدل ډېر دردونکی دیخو یو ډول اخلاقی ډالۍ هم له ځانه سره لری. څوک چې تبعید کې وی دنیا له دوه لیدلوریو وینی. دوی سره له دې چې په یوه نوی واقعیت کې ژوند کوی خپل وطن هم حافظه کې له ځان سره لېږدوی. که همدا دواړه لیدلوری خپل شی یو نوی ځانګړی انتقادی شعور رامنځته کولی شی. هغوی چې په تبعید کې دی هغه څه لیدلی شی چې ځایی خلک یې نه وینی. د ده مشاهده دا وه چې په تبعید کې خلک خپل وطن هغسې ذهن کې حک کوی لکه په کومه ورځ چې ترې وتلی وی. هغسې یې ایډیال کوی، او په انتقادی ډول یې نه تحلیلوی. دوی د ماتې له امله نور ملامتوی او منتظر دی چې بایللی وطن بېرته ترلاسه او خپل کړی. همدا د (interregunm mentality) ده چې موږ ډېرو خپله کړې. موږ د ۱۴۰۰ ز کال سقوط ته د یوې وقفې په سترګه ګورو نه د یوې بایلې. موږ منتظر یوو چې بېرته به خپلو ځایونو او موقفونو ته ور وګرځو، خو له ځان نه دا پوښتنه نکوو چې ایا هغه کارونه او عملونه چې موږ کول څومره اخلاقی، د توجیح وړ او مناسب و.
زه پوهېږم چې بې ځایه کیدل انسان له خپل تاریخ نه بیلوی. له دوی غږ اخلی، له سیاسی تاریخ یې لیرې کوی او مازې په یو ځورویدونکیاو نوستالژیکو شخصیتونو یې بدلوی. څومره چې دوی په تبعید کې ژوند کې هغومره یې ځور نورو ته رښتونی نه ښکاری. په بله معنی په دوی فشار وی چې یو ډول مظلوم، بې غږه، بې تاریخه او اوسنی وضعیت نه شکرګذاره پاتې شی. افغان نخبګان همداسې شوی دی. موږ یو بل ملامتوو. خپلو ماتو ته قومی رنګ ورکوو، ځکه چې زموږ نندارچیان یعنې نړیوال ډونران له همدې سره راحته دیچې موږ د طالبانو قربانی پاتې شو. دوی له دې سره نارحته کېږی چې موږ د سیاسی وګړیو په حیث د ماتو مسوولیت ومنو، او نړیواله پروژه هم د افغانستان د بایلې لپاره ملامته کړو.
د دې لپاره چې بېرته خپل ځای او خپل مغلق هویتونه خپل کړو، موږ باید د تبعید له دې لوبې ځان وساتو چې بې تاریخه کیدل راباندې تحمیلوی.
نو مخکې اخلاقی لار څه ده؟ پخوانۍ صحنه تللې. د ډونرانو سیستم چې تر اوسه یې تقویه کولو نورو زموږ نندارچی نه دی. هغه نقشونه چې شل کاله مو تمرین او ولوبول نور په هغه چوکاټ کې نه دی پاتې.
دا یوازې بایله نه ده، بلکې یو ډول ازادی هم ده.
اخلاقی لار
ښه نو د راتلونکی اخلاقی لار څه ده؟
د طالبیزنم او د هغو شرایطو پر وړاندې دریدل چې طالبیزنم یې ممکن کړ، په پخوانی تمثیل نه کېږی، بلکې له هغو نقشونو سره په صادقانه پریکون ممکنه دی. په دې اخلاقی لار کې باید وپوښتو چې ایا موږ د بې عدالتی پر وړاندې یوازې د مفعولینو رول لوبولی؟ ایا موږ په خپل وضعیت او خپلو ناکامیو باندې سترګې پټې کړې وې؟ آیا موږ د ډونرانو چارچوکاټ منلی و چې زموږ مبارزه یې غیر سیاسی کړې وه؟ ایا موږ د ولسواکی تمثیل له بنیاده غلطه کړی وه؟
دا پریکون د ځان انګشت نما کول نه دی. دا د مشروعیت لپاره لومړنی ګام دی. افغان مدنی ټولنه چې بیا راستېږی خو له هغه پخوانی حالت سره یې فزیکیاو فکری بریکون نه وی کړی بېرته به خپلې پخوانۍ غلطۍ په نوې بڼه تکراروی. ټول هغه افغانان تر دې د ښو وړ دی چې د جمهوریت په شل کاله کې ژمنې ورسره شوې وې خو عادلانه کار ورته ونشو.
تبعید شوی روښانفکران باید رښتیا ووایی، رښتیا ممکن په ډېرو ښه ونه لګېږی حتا د دوی په خپلو خلکو. خو دوی باید د یو اخلاقی کس په توګه دوه شیان په یو وخت ومنی: په هغو شرایطو پوهیدل چې د دوی همدا انتخابونه یې رامنځته کړی، همدارنګه د د دې درک چې همدا شرایط باید د هر څه لپاره پلمه نکړی. نن سټیج طالبانو نیولی. خو سټیج مهم نه دی. مهم ټکی هم پرون او هم نن دا دی چې افغانان حق لری خپل راتلونکی په خپله وټاکی. له تبعید نه د همدې حق دفاع له انتظار ور ها خوا کار ته اړتیا لری. اخلاقی جرات ته اړتیا ده چې صادقانه هېنداره مخته ونیسو، حتا که هغه څه چې وینو خوښ مو هم نه وی.
مترجمان شفیقه خپلواک٬ احمد سلیم ړنک او سباوون درانی
