هغه هینداره چې مخ ته یې نه نیسو: د جلاوطنۍ، اخلاقي حساب ورکونې، افغان نړیوال لید لرونکيو نخبه گانو او روڼ اندو په اړه

هغه صحنه چې موږ رامنځته کړه

په انتظار کې یوه عجیبه راحتي ده. موږ اکثرو افغان مدني فعلانو، ژورنالیستانو، اکډمیک شخصیتونو، او فعالان چې د ۱۴۰۰ ز کال له اسد میاشتې وروسته راووتو، په یوه راحته توهم کې ناست یوو: همدا چې دا تبعید لنډمهالی دی. د دطالبانو مستبدد حاکمیت لنډمهالی دی، او همدا چې بالاخره به بېرته ځوو او ټول به بېرته خپل پخوانیو ونډو او دندو ته ستنېږو. موږ چې هر وخت سره راټول شو په همدې غږېږو چې «چې کله هر څه بدل شي». موږ غونډو او کنفرانسونو ته ځوو. راپورنه او مقالې لیکو او ناستې جوړو. موږ یو وار بیا خپل ځان او نړیوالې ټولنې ته تمثیل کوو.

خو څه که انتظار په خپله یو ستونزه وي؟ څه که زموږ له ځان نه تیښته یوازې د روښانفکري ماته نه، بلکې زموږ اخلاقي ماته هم وي؟ همدا چې نشو کولی خپل ځان او تېر ته په انتقادي ډول وګورو، موږ څه وکړل؟ څه کې ناکام شو؟ او د جمهوریت په شلو کلونو کې له موږ څه جوړ شول؟

دا اسانه پوښتنه نه ده، خو اړینه ده.

زما په یاد دي چې په افغانستان امریکایي پوهنتون کې مې د ټولنپوه اروینګ ګافمن (Erving Goffman) نظریات تدریسول، ذهن ته مې دا خبره راتلله چې موږ هم یوه صحنه یا دریځ رامنځته کړ. ګافمن ټولنیز ژوند ته د تیاترو په سترګه ګوري. یو د پردې مخکې صحنه ده چې موږ یې د لیدونکي لپاره په عام ژوند کې لوبوو، یو د پردې شاته صحنه ده چې په شخصي ژوند کې یې کوو. شل کاله افغان نړیوالو-وطني لیدلرونکیو نخبګانو د پردې مخکې تمثیل وکړ. موږ د ډیموکراسي، بشري حقونو، جنسیتي برابري او ښې حکومتوالۍ خبرې کولې. په موږ د کابل، جینوا، بروکسل او واشنګټن ډي سي د کنفرانسونو خونې ډکې وې. موږ فصاحت لرلو، غرب کې مو زده کړې کړې وې، او خپلو ډونرانو ته مو سر ښوراوه. خو په همدې وخت کې یو بل څه هم رامنځته کیدل.

کلونه، کلونه مو همدا تکرار کړل. همدا یو ډول د پروژو اخیستلو پروپزلې مو ولیکلې، همدا یو ډول ورکشاپونو ته ولاړو او یو ډول چوکاټونه مو وکارول. موږ د فیلسوفې جوډیټ بټلر په اصطلاح په (تمثیل) بدل شو. موږ ځانونه د یوې ځانګړې سوژې په بڼه تولید کړل، یعنې «ښه افغانان» د هیواد د بیارغونې مننونکې څیرې. په همدې سلسله کې رانه هېر شول چې له ځان نه وپوښتو او پوه شو چې آیا هغه څه چې پرې لګیا یوو کومه ګټه هم لري که نه؟

د پردې شاته څه و

په همدې وخت کې د پردې شاته بله کیسه وه. دولت کمزوری و، مفسد و، او په ډېرو مواردو کې له اکثریتو افغانانو سره په واټن کې و. لاسته راوړنې واقعي وې، خو مساوي نه وې. په بهرنیو مرستو تکیه موقتي مسله نه وه، بلکې د همدې ټولې پروژې دایمي ساختار و. موږ ډېر په همدې ښه پوهېدو خو هېڅ مو نه ویل. خو ولې غلي وو؟

انسانپوه ماریلا پنډولف دې پوښتنې ته دردونکی خو صادقانه ځواب ورکوي. دا استدلال کوي چې نړۍ والې بشري مرستې د «مظلوم ښودنې  او د هغوی د ژغورنې » په څرخ ولاړې دي. د دې لپاره چې محلي لوبغاړي فنډ، شناخت او مشروعیت تر لاسه کړي باید په دوامداره توګه مظلومان تولید کړي. داسې خلک چې ژغورنې ته اړتیا لري. او په همدې توګه همدا محلي لوبغاړي د همدې مظلومانو او نړیوالې ټولنې تر منځ په یوه پل بدل شي. که دا ستونزې حل شي فنډ بندېږي. که سیاست لږ ډېر مغلق شي ډونران سترګې ترې اړوي.

افغانستان مدني ټولنې په دې سیستم کې خورا مهارت وموند. موږ زده کړل چې د هیواد سیاسي بحران په ډېره اسانه ژبه ترجمه کړو. مثلا د «ظرفیت لوړونه» یا «همغږي» او «د بنسټونو پراختیا». موږ دا زده کړل چې کومې ستونزې ته فنډ اخیستل کېږي کومې ته نه. خو تر ټولو مهمه دا ده چې موږ دا زده کړل هېڅکله هغه پوښتنې مطرح نه کړو چې زموږ ډونران یې ناراحته کول. د ټولو تناقضاتو په اړه پوښتنې، لکه همدا چې د ولسواکي په نوم جګړه روانه وه، پخواني جنګسالان او فساد یې، دوه تابعیته ډیسپورا چې دولت یې رهبري کاوه، او هغه واټن چې د کابل او نور هیواد تر منځ رامنځته شوی و.

دا دومره ساده نه وه چې یوازې په فساد او بد نیتي یې خلاصه کړو. دا د پنډولفي په وینا د «بشري مرستو د خیال» منطق و. دا د بیا رغونې په اړه یو ژور تصور و، چې څوک تر متسفید کېږي او څه ته موږ پرمختګ ویلی شو. دا ټول تصورات له افغانستان نه د باندې راتلل. موږ نړیوال-وطني لیدلورنکیو نخبګانو همدا په خپلو محلي واقعیتونو بدلول. بومي مو نکړل او نه مو دا پوښتنه وکړه چې آیا دا کار ورکوي که نه؟ تر دې لږ نور هم مخکې لاړو. له ۲۰۰۱ز وروسته دنیا له افغانانو تمه لرله چې خپل عصریتوب ثابت کړي. د دې لپاره چې جدي ونیول شي باید له غربي لیبرال ارزښتونو سره خپل نږدوالی جوت کړي. دې یوازې دوه اړخونه رامنځته کړل، «ښه افغان» چا چې نړیواله پروژه ومنله او «بد افغان» چا چې یې پر وړاندې مقاومت وکړ. په همدې تعریف کې موږ  نړیوال-وطني لیدلورنکیو نخبګان د ښه افغان په تعریف کې راتلو. د دې دریځ بیه د ځان سانسورول او اخلاقي زوال و. موږ په خپلو ټولو هغو همکارانو او دوستانو سترګې پټې کړې چې وطن یې پریښود او غرب کې یې اسوده ژوند جوړ کړ، په عین حال کې یې د بومیتوب ادعا هم کوله او د افغان مدني ټولنې مالکان  هم شول. موږ له دې ډارېدو چې که په دوی باندې په ښکاره توګه نیوکه وکړو نو د هغه بل لوري خواخوږي به وګڼل شو. موږ په مکرر ډول د همدې ښه والی تمثیل وکړ، تر هغو چې دا تمثیل زموږ په هویت بدل شو.

تبعید چې موږ یې ضایع کوو

آیا موږ خپل تبعید ضایع کوو؟

فلسطینی مفکر ایډوارد سعید چې خپله هم په دایمي تبعید کې و، د بې ځایه کېدو په اړه لیکي چې که څه هم بې ځایه کیدل ډېر دردونکي دي‌خو یو ډول اخلاقي ډالۍ هم له ځانه سره لري. څوک چې تبعید کې وي دنیا له دوه لیدلوریو ویني. دوی سره له دې چې په یوه نوي واقعیت کې ژوند کوي خپل وطن هم حافظه کې له ځان سره لېږدوي. که همدا دواړه لیدلوري خپل شي یو نوی ځانګړی انتقادي شعور رامنځته کولی شي. هغوی چې په تبعید کې دي هغه څه لیدلی شي چې ځایي خلک یې نه ویني. د ده مشاهده دا وه چې په تبعید کې خلک خپل وطن هغسې ذهن کې حک کوي لکه په کومه ورځ چې ترې وتلي وي. هغسې یې ایډیال کوي، او په انتقادي ډول یې نه تحلیلوي. دوی د ماتې له امله نور ملامتوي او منتظر دي چې بایللي وطن بېرته ترلاسه او خپل کړي. همدا د (interregunm mentality) ده چې موږ ډېرو خپله کړې. موږ د ۱۴۰۰ ز کال سقوط ته د یوې وقفې په سترګه ګورو نه د یوې بایلې. موږ منتظر یوو چې بېرته به خپلو ځایونو او موقفونو ته ور وګرځو، خو له ځان نه دا پوښتنه نکوو چې ایا هغه کارونه او عملونه چې موږ کول څومره اخلاقي، د توجیح وړ او مناسب و.

زه پوهېږم چې بې ځایه کیدل انسان له خپل تاریخ نه بیلوي. له دوی غږ اخلي، له سیاسي تاریخ یې لیرې کوي او مازې په یو ځورویدونکي‌او نوستالژیکو شخصیتونو یې بدلوي. څومره چې دوی په تبعید کې ژوند کې هغومره یې ځور نورو ته رښتونی نه ښکاري. په بله معنی په دوی فشار وي چې یو ډول مظلوم، بې غږه، بې تاریخه او اوسني وضعیت نه شکرګذاره پاتې شي. افغان  نخبګان همداسې شوي دي. موږ یو بل ملامتوو. خپلو ماتو ته قومي رنګ ورکوو، ځکه چې زموږ نندارچیان یعنې نړیوال ډونران له همدې سره راحته دي‌چې موږ د طالبانو قرباني پاتې شو. دوی له دې سره نارحته کېږي چې موږ د سیاسي وګړیو په حیث د ماتو مسوولیت ومنو، او نړیواله پروژه هم د افغانستان د بایلې لپاره ملامته کړو.

د دې لپاره چې بېرته خپل ځای او خپل مغلق هویتونه خپل کړو، موږ باید د تبعید له دې لوبې ځان وساتو چې بې تاریخه کیدل راباندې تحمیلوي.

نو مخکې اخلاقي لار څه ده؟ پخوانۍ صحنه تللې. د ډونرانو سیستم چې تر اوسه یې تقویه کولو نورو زموږ نندارچي نه دی. هغه نقشونه چې شل کاله مو تمرین او ولوبول نور په هغه چوکاټ کې نه دي پاتې.

دا یوازې بایله نه ده،  بلکې یو ډول ازادي هم ده.

اخلاقي لار

ښه نو د راتلونکي اخلاقي لار څه ده؟

د طالبیزنم او د هغو شرایطو پر وړاندې دریدل چې طالبیزنم یې ممکن کړ، په پخواني تمثیل نه کېږي، بلکې له هغو نقشونو سره په صادقانه پریکون ممکنه دی. په دې اخلاقي لار کې باید وپوښتو چې ایا موږ د بې عدالتي پر وړاندې یوازې د مفعولینو رول لوبولی؟ ایا موږ په خپل وضعیت او خپلو ناکامیو باندې سترګې پټې کړې وې؟ آیا  موږ د ډونرانو چارچوکاټ منلی و چې زموږ مبارزه یې غیر سیاسي کړې وه؟ ایا موږ د ولسواکي تمثیل له بنیاده غلطه کړی وه؟

دا پریکون د ځان انګشت نما کول نه دي. دا د مشروعیت لپاره لومړنی ګام دی. افغان مدني ټولنه چې بیا راستېږي خو له هغه پخواني حالت سره یې فزیکي‌او فکري بریکون نه وي کړی بېرته به خپلې پخوانۍ غلطۍ په نوې بڼه تکراروي. ټول هغه افغانان تر دې د ښو وړ دي چې د جمهوریت په شل کاله کې ژمنې ورسره  شوې وې خو عادلانه کار ورته ونشو.

تبعید شوي روښانفکران باید رښتیا ووايي، رښتیا ممکن په ډېرو ښه ونه لګېږي حتا د دوی په خپلو خلکو. خو دوی باید د یو اخلاقي کس په توګه دوه شیان په یو وخت ومني: په هغو شرایطو پوهیدل چې د دوی همدا انتخابونه یې رامنځته کړي، همدارنګه د د دې درک چې  همدا شرایط باید د هر څه لپاره  پلمه نکړي. نن سټیج طالبانو نیولی. خو سټیج مهم نه دی. مهم ټکی هم پرون او هم نن دا دی چې افغانان حق لري خپل راتلونکی په خپله وټاکي. له تبعید نه د همدې حق دفاع له انتظار ور ها خوا کار ته اړتیا لري. اخلاقي جرات ته اړتیا ده چې صادقانه هېنداره مخته ونیسو، حتا که هغه څه چې وینو خوښ مو هم نه وي.

مترجمان شفیقه خپلواک٬ احمد سلیم ړنک او سباوون درانی

درباره نویسنده

عمر شریفی

دکتر عمر شریفی پژوهشگر ارشد و دبیر دفتر کابل در «مؤسسه مطالعات افغانستان آمریکا» است. او همچنین استادیار علوم اجتماعی در «دانشگاه آمریکایی افغانستان» می‌باشد.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *