واک ته تر رسېدو څلور کاله وروسته، طالبانو په افغانستان کې یو داسې دولت تاسیس کړ چې بېلګه یې آن په سنتی استبدادی رژیمونو کې هم نه لیدل کېږی. په داسې حال کې چې نړیوال تمرکز د طالبانو په افراطیت او له ترهګرۍ سره په تړاو راڅرخی، خو په حقیقت کې د مفاهیمو یوه داسې چوکاټ ته اړتیا لیدل کیږی چې لمخې یې له موږ سره د طالبانو د حکومتولۍ په طرزالعمل کې د واک او صلاحیت په پوهېدو کې مرسته وکړی.
د طالبانو رژیم له هر څه وړاندې د اسلامی حکومتولۍ په هکله یو داسې واحد تفسیر رامنځ ته کړی چې د هر ممکنه بدیل مخه یې نیولې ده. د ملایی حکومتولۍ دا بڼه آن د هغو استبدادی رژیمونو هم یو برعکس موډل دی چې په غیر سیاسی چاپیریال کې یې مذهبی تنوع ته تر یوه بریده اجازه ورکړې. د طالبانو موډل د یوې داسې مذهبی پروژې استازولی کوی چې له مذهب څخه نیولې بیا تر کلتور، زده کړو او ورځنی ژوند ټول یې پوښلی دی.
د مدرسې–دولت مقایسه له نورو مذهبی استبدادی دولتونو سره
د طالبانو د حکومتدارۍ بېلګه د دولت او علماوو د همکارۍ بڼه نه لری چې په تاریخی لحاظ په اسلامی نړۍ کې د حکومتدارۍ یوه نمونه پاتې شوې ده. برعکس، د طالبانو رژیم د حکومتولۍ یوه داسې بڼه ده چې مذهبی ډله په بشپړ ډول پر سیاست واک لری. د مدرسې او علماوو د دولت په توګه، د طالبانو اسلامی امارت خپل مشـروعیت، واکمنی او اقتدار له مدرسې او علماوو په داسې ډول سرچینه اخلی چې دواړه یعنې مدرسه او علما هم یوه بشـری سرچینه دی او هم مشروعیت یو اصل دی.
د دغو دوه بنسټونو ځانګړی رول د طالبانو رژیم له نورو استبدادی رژیمونو ځانګړی کوی. همدارنګه، دا له هغو پوځی حکومتونو سره هم ورته والی نه لری چې بېلګې یې په اوسنی میانمار او یا د ایوب خان او ضیاءالحق په دوره کې په پاکستان کې موجودې وې. د طالبانو رژیم د مشابهت له پلوه حتی سعودی عربستان ته هم ورته والی نه لری چې شاهی کورنۍ مطلقه واکمنی لری. پر دې سربېره، د طالبانو اسلامی امارت د شوروی اتحاد او چین غوندې یو ګوندی استبدادی نظام هم نه دی او نه هم د ۱۹۹۰ کلونو سوډان ته ورته والی لری چې یو اسلامپاله رژیم یې چارې سمبالولې.
د ایران اسلامی جمهوری شاید د طالبانو د رژیم یوازینی مشابه بېلګه وی چې مذهبی ډله پر اجراییه، قضایه او مقننه قوه واک لری. سره له دې چې د ایران مذهبی رژیم د خپل اسلامی انقلاب د صادرولو لېوالتیا لری، خو ددې مذهبی سبک د تقلید هڅه په نورو هیوادونو کې نه تر سترګو کېږی. یو علت یې دادی چې دا موډل پر یوه تنګ مذهبی بنسټ راڅرخی کوم چې د آیت الله خمینی اختیار فقیه ممتاز څخه عبارت دی.
په همدې ډول، د طالبانو د حکومتولۍ نمونه له سعودی عربستان څخه هم جلا ده. د سعودی علما د محمد بن سلمان له اصلاحـاتو پخوا، د شریعت د تفسیر او تطبیق په برخه کې له اختیاری واک برخمن وو. دوی د دولت د هغو هڅو په وړاندې ودرېدل چې غوښتل یې شریعت تدوین کړی. دوی غوښتل علماوو او اړوندو قاضیانو ته دا حق ورکړی چې په ازاد ډول قضاوت وکړی. ددې خبرې مانا داده چې قضاوت به د اسلام د اساسی سرچینو (قرآن او د پېغمبر سنت) په رڼا کې کېده. د سعودی قاضیانو په حقوقی فیصلو کې شاهی فرمانونه هم له پامه غورځولی وو. په بله مانا، باچا او علما د سعودی عربستان د دولت دوه پایې وې.
د طالبانو په رژیم کې، مدرسه د یوې مذهبی ساحـې په حیث د دولت سیاسی ساحه هم تر خپل نفوذ لاندې ساتی. د طالبانو امیر نه یوازې دا چې یو محافظه کار بنسټپاله مختار شخص دی بلکې هغه فرانسوی پاچا ته ورته دی چې وییلی یې وو: زه دولت یم. په هغه اختریز پېغام کې چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې له کندهار نشـر شو، امیر د بیعت اخطار ورکړی و او زیاته کړې یې وه چې نافرمانی به فساد او بې نظمۍ ته لاره هواره کړی. دا چې اوسنی رژیم اساسی قانون هم نه لری او همدارنګه د واک له مودې یې هم ډېر وخت نه تېرېږی، د راتلونکی په اړه به یې وړاندوینه اسانه نه وی.
د طالبانو مدرسې–دولت کې د صلاحیت او مشروعیت منشا
د مدرسې او د طالبانو د غورځنګ ترمنځ د اړیکو مطالعه یوه مغلقه پدیده ده ځکه چې دواړه له یو بل سره نه جلاکېدونکی جوړښت لری. په پیل کې، همدا مدرسه وه چې د طالبانو د متشدد غورځنګ رامنځ ته کولو ته یې لاره هواره کړه. کله چې طالبان اقتدار ته ورسېدل، هغوی له ټولو دولتی سرچینو څخه د مدرسو جوړولو لپاره کار واخیست. په همدې ډول یې په هره ولسوالۍ کې د یوې جهادی مدرسې د جوړېدو اعلان وکړ. د طالبانو تر حکومتولۍ لاندې، ټولې هغه ادارې چې له مدرسو سره کوم تړاو نه لری، دې ته اړ کېږی چې د مدرسو جوړولو لپاره یا سرچینې ځانګړې کړی او یا هم مرستې وکړی. د بېلګې په ډول، د ۲۰۲۵ کال د فبروری په ۱۲ نېټه د افغانستان انټرنشنل ټلوېزیون هغه سند افشا کړ چې پکې ښودل شوی وو په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په کندهار کې د دوه مدرسو لپاره شاوخوا ۱۶۱ زره امریکایی ډالر د کتابونو د پېرلو په موخه ورکړی دی.
د علماوو او مدرسې مرکزی رول هغه وخت روښانه شو کله چې طالبانو د خپل حکومت د لومړیو مرحلو پر مهال د ۲۰۲۲ کال جولای په میاشت کې یوه درې ورځنۍ پراخه ملی غونډه راوبلله چې ګډونوال یې ۳۰۰۰ دینی عالمان ول. د غونډې پر مهال د طالبانو مذهبی مشـر، هیبت الله اخندزاده علما د خپل حکومت د هستې په توګه یاد کړل. هغه زیاته کړه چې شریعت د دوه ډلو لخوا عملی کېږی: لومړی واکمن چې له اختیاره برخمن دی او دوهم علما. د ده په وینا دا دواړه سره تړلی دی. په دې ډول چې علما د شریعت پاکه اخلاقی لارښوونه او مشوره برابروی. که د علماوو او واکمن ترمنځ واټن موجود وی، د شریعت پلی کېدل امکان نه لری.
د طالبانو رژیم خپل مشروعیت له مدرسې او علماوو اخلی، په داسې حال کې چې خپله تګلاره یې د علماوو د لیدلوری په رڼا کې تعینیږی، یعنې د ملایانو عمده پالیـسـی د علماوو د عقایدو یو انعکاس دی. لکه څنګه چې د مدرسې مقصد ټولنې ته د داسې پرهیزګاره مسلمانانو وړاندې کول دی چې ژوند یې د اسلامی لارښوونو پر اساس ولاړ وی، له همدې امله د طالبانو دولت هدف هم، همدا دی چې د مدرسې نفوذ د ټولنې هرې برخې ته وغځوی. د امیر خبره یې د همدې ارادې استازولی کوی چې وایی مشری د علماوو په لاس کې ده. د علماوو هڅه به دا وی چې ټوله ټولنه عالمان کړی.
په داسې حال کې چې معاصر تعلیمی سیسټم دولت ته د یوې منځنۍ طبقې او بیروکراټانو د جوړولو وړتیا ورکړې وه، د سنتی مدرسو زده کړو بیا قاضیان، د امربالمعروف پولیس، جنګیالی، ملایان، مشایخ او مولویان ټول د طالبانو په خدمت کې وړاندې کړی دی.
د طالبانو مدرسې-دولت کې د دینی اوصافو درلودل خورا اړین دی. که څه هم یو غیر ملا کولی شی چې د طالبانو د دولت یوه برخه شی، خو هغه به ددې وړتیا ونه لری چې د طالبانو د مدرسې-دولت مهمې ټولنیزې، فرهنګی او دینی تګلارې وننګوی. د بېلګې په ډول، عباس ستانکزی چې د طالبانو په دولت کې د بهرنیو چارو مرستیال و، د ښځو پر حقونو د طالبانو پر تېری تر څنګ، په دولت کې د ښې حکومتولۍ د نشتون او فساد په اړه نیوکې وکړې. هغه په مختلفو مدرسو کې د ښځو پر زده کړو ټینګار وکړ. په پایله کې، د همدې نیوکو له امله، د ځینو ناخوښو طالب ډلو په مرسته، ښاغلی ستانکزی عربی متحده اماراتو ته وتښتېد. تر دې پېښې وروسته، د طالبانو مذهبی مشـر، هبت الله اخوندزاده د کابل نړیوال هوایی ډګر ته خپلې ځانګړې قطعې ولېږلې چې په بشپړ ډول یې تر کنټرول لاندې راولی.
همدا دلیل دی چې د حقانی شبکې مشـر او د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقانی لازم دینی اعتبار نه لری چې د طالبانو د مشـر هبت الله اخوندزاده کړنې وننګوی. د حقانی دا ادعا چې د نړیوالو ځواکونو او د افغانستان د جمهوری دولت امنیتی ځواکونو پر ضد جګړه کې یې زرګونه ځانمرګی بریدکوونکی لېږلی او ورپسې دوامداره هڅه یې چې د خلیفه لقب خپل کړی، د دینی باور د ترلاسه کولو یوه سیسټماټیکه هڅه ده. د حقانی د دینی اوصافو نه شتون د هغه د خلیفه لقب ددې باعث شوی چې یوازې تش په نوم خلیفه پاتې شی. ددې لپاره چې د طالبانو مذهبی مشـر په سمه مانا وننګوی، د هغه قومی او ډله ییز ځواک باید له معیاری او بنسټیز دینی مشروعیت سره یو ځای شی.
سربېره پردې، مدرسه د یوه تعلیمی بنسټ په توګه، د طالبانو غورځنګ کې د سیاسی یوالی په رامنځ ته کولو کې هم مهمه ونډه لری. د افغانستان او جنوبی اسیا په معاصر تاریخ کې، طالبان په سیاسی او مذهبی لحاظ یو له تر ټولو زیات یو موټی تنظیم ګڼل کېږی. دا یووالی د هغو ټولنیزو اړیکو پایله ده چې په مدرسو کې رامنځ ته کېږی او سرچینه له مذهبی همغږۍ او همبستګۍ څخه اخلی.
د جنګ او شخړو پر مهال، مدرسې د طالبانو د جنګی هڅو دوه مهمې بشـری سرچینې برابرولې: لومړی، د وفادارو جنګیالیو یو عقیدتی ټولګی چې بې مثاله مذهبی جنون په درلودلو سره د اسلام لپاره له خپل ځان تېر وو. د بېلګې په توګه کله چې په ۱۹۹۰ کلونو کې طالبان د شمالی ټلوالې د مقاومت په وړاندې پاتې راغلل، د طالبانو مشـرتابه پاکستان کې پر مدرسو غږ وکړ چې په جګړه کې برخه واخلی. دوهم دا چې دغه بنسټ د تېر نظام سره د جګړې کلونو کې (۲۰۰۴—۲۰۲۱) قاضیان هم برابرول چې سیمه ییزې شخړې به یې هوارولې.
له دې څخه داسې مالومېږی چې طالبانو د جنګیالیو د جذب، د قاضیانو د روزنې او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د پولیسو (محتسب) د چمتو کولو چارې مدرسو ته سپارلې دی. د رژیم تر څنګ خپلواکې مدرسې، لا د مخه طالبانو ته د بشری منابعو په توګه خدمات وړاندې کړی دی.
دغه وضعیت به د طالبانو پر ضد د مقاومت لپاره مهمې پایلې ولری. د یوه بریالی مقاومت د پر مخ وړلو لپاره د طالبانو ضد مقاومت باید کافی سرچینې ولری تر څو د اندازې وړ مقاومت کوونکی د همدې مدرسې فارغینو پرخلاف منسجم کړی. همدارنګه طالب ضد ډلو ته پکار دی چې د سیمه ییزو شخړو د هواری لپاره قاضیان هم ولری چې په ټولنو کې یې نفوذ ته لاره هواره شی.
په انفرادی ډول، یوه طالب ته د مدرسې اعتبار دوه مهمې موخې پوره کوی: له تقوا ورهاخوا، دا د فضیلت یوه بېلګه ده چې د دینی باورونو پر وړاندې د طالب ژمنتیا ښایی. دوهم دا چې د همدې تعلیمی سند په درلودلو سره طالب له ټولنیز امتیاز برخمن کېږی چې د طالبانو دولت کې یې دنده تضمینېږی.
د جنګ او شخړو پر مهال، دطالبانو پېژندل شویو څېرو او جنګی قومندانانو په پاکستان او ایران کې خپلې مدرسې لرلې. د یوه سعودی خبریال څېړنیز راپور دا موندلی وه چې د رژیم لوړپوړی چارواکی په ایران کې مدرسې لری. د کورنیو چارو مرستیال وزیر، ابراهیم صدر چې د ایران په ختیځو ولایتونو کې یې پناه اخیستې وه، په نصرت آباد، سیستان او بلوچستان کې یې عمریه مدرسه جوړه کړې وه. همدارنګه، د دفاع وزارت مرستیال، عبدالقیوم ذاکر د بلوچستان په اشور ښار کې د خالد بن ولید مدرسه تاسیس کړې وه. له طالبانو سره بل تړلی هراتی دینی عالم، نور احمد وطنجار بیا د رضوی خراسان په ولایت کې یوه مدرسه جوړه کړې وه. د ۲۰۲۵ کال په فبروری میاشت کې افغانستان انټرنشنل هم ورته گزارش خپور کړی وه.
پایله: د حکومتولۍ تګلارې
د طالبانو د مدرسې-دولت د دولتی بنسټونو جوړښت په بشپړ ډول د یوې دینی عقیدې پر اساس جوړ کړی دی، نه د یوې بې طرفه ادارې په توګه چې د اغېزمن کار، فعالیت او خدمت رسولو جوګه وی. وزارتونه د ایډیالوژیکې وفادارۍ او دینی اعتبار پر اساس سمبالېږی او سیاسی ټاکنې هم په همدې معیار تر سره کېږی؛ نه د تخنیکی وړتیا او کاری تجربې پر بنسټ.
په داسې حال کې چې د طالبانو واکمنی په کلیوالو سیمو کې نسبتاً باثباته ده خو په ښاری مرکزونو او همدارنګه په غیرپښتنی سیمو کې یې اداری حضور د یوې ولسـی او منل شوې حکومتولۍ ځای زور او جبر نیولی دی. دوی نظم او کنټرول اصلاً د منځګړو له لارې ساتی لکه دینی پولیس، وسله وال جنګیالی، د علماوو شورا، مدرسې او جوماتونه. د یوه پرمختللی اداری جوړښت په منځ ته راتلو تر دم ګړۍ نه دی توانېدلی.
د طالبانو مدرسې-دولت په همدې ډول د موازی جوړښتونو له لارې حکومت چلوی چې رسمی وزارتونه د دینی شبکو او مدرسو ترڅنګ فعالیت کوی. په سیمه ییزه کچه، د طالبانو غړی د لارښوونو په پلی کولو کې پراخ اختیاری واک کاروی چې په مختلفو سیمو کې د تګلارو د ناهمغږۍ لامل کېږی. په بل عبارت، د طالبانو مدرسې-دولت پر ادارو یوه داسې پرده غوړولې چې لمخې یې سړی داسې انګېری چې چارې د یوې نارملې حکومتولۍ په چوکاټ کې روانې دی خو اصلی حکومتولی د موازی دینی بنسټونو لکه د علماوو شورا او مدرسې پر مټ په مخ بیایی.
دا مقاله له انګلیسی ژبې څخه ژباړل شوې ده. دا لومړی ځل د ORF په مجله کې د اسلامی امارت څلور کاله په افغانستان کې خپور شو: یوه څېړنه
https://www.orfonline.org/public/uploads/posts/pdf/20250820101348.pdf
