واک ته تر رسېدو څلور کاله وروسته، طالبانو په افغانستان کې یو داسې دولت تاسیس کړ چې بېلګه یې آن په سنتي استبدادي رژیمونو کې هم نه لیدل کېږي. په داسې حال کې چې نړیوال تمرکز د طالبانو په افراطیت او له ترهګرۍ سره په تړاو راڅرخي، خو په حقیقت کې د مفاهیمو یوه داسې چوکاټ ته اړتیا لیدل کیږي چې لمخې یې له موږ سره د طالبانو د حکومتولۍ په طرزالعمل کې د واک او صلاحیت په پوهېدو کې مرسته وکړي.
د طالبانو رژیم له هر څه وړاندې د اسلامي حکومتولۍ په هکله یو داسې واحد تفسیر رامنځ ته کړی چې د هر ممکنه بدیل مخه یې نیولې ده. د ملایي حکومتولۍ دا بڼه آن د هغو استبدادي رژیمونو هم یو برعکس موډل دی چې په غیر سیاسي چاپیریال کې یې مذهبي تنوع ته تر یوه بریده اجازه ورکړې. د طالبانو موډل د یوې داسې مذهبي پروژې استازولي کوي چې له مذهب څخه نیولې بیا تر کلتور، زده کړو او ورځني ژوند ټول یې پوښلي دي.
د مدرسې–دولت مقایسه له نورو مذهبي استبدادي دولتونو سره
د طالبانو د حکومتدارۍ بېلګه د دولت او علماوو د همکارۍ بڼه نه لري چې په تاریخي لحاظ په اسلامي نړۍ کې د حکومتدارۍ یوه نمونه پاتې شوې ده. برعکس، د طالبانو رژیم د حکومتولۍ یوه داسې بڼه ده چې مذهبي ډله په بشپړ ډول پر سیاست واک لري. د مدرسې او علماوو د دولت په توګه، د طالبانو اسلامي امارت خپل مشـروعیت، واکمني او اقتدار له مدرسې او علماوو په داسې ډول سرچینه اخلي چې دواړه یعنې مدرسه او علما هم یوه بشـري سرچینه دی او هم مشروعیت یو اصل دی.
د دغو دوه بنسټونو ځانګړی رول د طالبانو رژیم له نورو استبدادي رژیمونو ځانګړی کوي. همدارنګه، دا له هغو پوځي حکومتونو سره هم ورته والی نه لري چې بېلګې یې په اوسني میانمار او یا د ایوب خان او ضیاءالحق په دوره کې په پاکستان کې موجودې وې. د طالبانو رژیم د مشابهت له پلوه حتی سعودي عربستان ته هم ورته والی نه لري چې شاهي کورنۍ مطلقه واکمني لري. پر دې سربېره، د طالبانو اسلامي امارت د شوروي اتحاد او چین غوندې یو ګوندي استبدادي نظام هم نه دی او نه هم د ۱۹۹۰ کلونو سوډان ته ورته والی لري چې یو اسلامپاله رژیم یې چارې سمبالولې.
د ایران اسلامي جمهوری شاید د طالبانو د رژیم یوازینی مشابه بېلګه وي چې مذهبي ډله پر اجراییه، قضایه او مقننه قوه واک لري. سره له دې چې د ایران مذهبي رژیم د خپل اسلامي انقلاب د صادرولو لېوالتیا لري، خو ددې مذهبي سبک د تقلید هڅه په نورو هیوادونو کې نه تر سترګو کېږي. یو علت یې دادی چې دا موډل پر یوه تنګ مذهبي بنسټ راڅرخي کوم چې د آیت الله خمیني اختیار فقیه ممتاز څخه عبارت دی.
په همدې ډول، د طالبانو د حکومتولۍ نمونه له سعودي عربستان څخه هم جلا ده. د سعودي علما د محمد بن سلمان له اصلاحـاتو پخوا، د شریعت د تفسیر او تطبیق په برخه کې له اختیاري واک برخمن وو. دوی د دولت د هغو هڅو په وړاندې ودرېدل چې غوښتل یې شریعت تدوین کړي. دوی غوښتل علماوو او اړوندو قاضیانو ته دا حق ورکړي چې په ازاد ډول قضاوت وکړي. ددې خبرې مانا داده چې قضاوت به د اسلام د اساسي سرچینو (قرآن او د پېغمبر سنت) په رڼا کې کېده. د سعودي قاضیانو په حقوقي فیصلو کې شاهي فرمانونه هم له پامه غورځولي وو. په بله مانا، باچا او علما د سعودي عربستان د دولت دوه پایې وې.
د طالبانو په رژیم کې، مدرسه د یوې مذهبي ساحـې په حیث د دولت سیاسي ساحه هم تر خپل نفوذ لاندې ساتي. د طالبانو امیر نه یوازې دا چې یو محافظه کار بنسټپاله مختار شخص دی بلکې هغه فرانسوي پاچا ته ورته دی چې وییلي یې وو: زه دولت یم. په هغه اختریز پېغام کې چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې له کندهار نشـر شو، امیر د بیعت اخطار ورکړی و او زیاته کړې یې وه چې نافرماني به فساد او بې نظمۍ ته لاره هواره کړي. دا چې اوسنی رژیم اساسي قانون هم نه لري او همدارنګه د واک له مودې یې هم ډېر وخت نه تېرېږي، د راتلونکي په اړه به یې وړاندوینه اسانه نه وي.
د طالبانو مدرسې–دولت کې د صلاحیت او مشروعیت منشا
د مدرسې او د طالبانو د غورځنګ ترمنځ د اړیکو مطالعه یوه مغلقه پدیده ده ځکه چې دواړه له یو بل سره نه جلاکېدونکی جوړښت لري. په پیل کې، همدا مدرسه وه چې د طالبانو د متشدد غورځنګ رامنځ ته کولو ته یې لاره هواره کړه. کله چې طالبان اقتدار ته ورسېدل، هغوی له ټولو دولتي سرچینو څخه د مدرسو جوړولو لپاره کار واخیست. په همدې ډول یې په هره ولسوالۍ کې د یوې جهادي مدرسې د جوړېدو اعلان وکړ. د طالبانو تر حکومتولۍ لاندې، ټولې هغه ادارې چې له مدرسو سره کوم تړاو نه لري، دې ته اړ کېږي چې د مدرسو جوړولو لپاره یا سرچینې ځانګړې کړي او یا هم مرستې وکړي. د بېلګې په ډول، د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۱۲ نېټه د افغانستان انټرنشنل ټلوېزیون هغه سند افشا کړ چې پکې ښودل شوي وو په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په کندهار کې د دوه مدرسو لپاره شاوخوا ۱۶۱ زره امریکایي ډالر د کتابونو د پېرلو په موخه ورکړي دي.
د علماوو او مدرسې مرکزي رول هغه وخت روښانه شو کله چې طالبانو د خپل حکومت د لومړیو مرحلو پر مهال د ۲۰۲۲ کال جولای په میاشت کې یوه درې ورځنۍ پراخه ملي غونډه راوبلله چې ګډونوال یې ۳۰۰۰ دیني عالمان ول. د غونډې پر مهال د طالبانو مذهبي مشـر، هیبت الله اخندزاده علما د خپل حکومت د هستې په توګه یاد کړل. هغه زیاته کړه چې شریعت د دوه ډلو لخوا عملي کېږي: لومړی واکمن چې له اختیاره برخمن دی او دوهم علما. د ده په وینا دا دواړه سره تړلي دي. په دې ډول چې علما د شریعت پاکه اخلاقي لارښوونه او مشوره برابروي. که د علماوو او واکمن ترمنځ واټن موجود وي، د شریعت پلي کېدل امکان نه لري.
د طالبانو رژیم خپل مشروعیت له مدرسې او علماوو اخلي، په داسې حال کې چې خپله تګلاره یې د علماوو د لیدلوري په رڼا کې تعینیږي، یعنې د ملایانو عمده پالیـسـي د علماوو د عقایدو یو انعکاس دی. لکه څنګه چې د مدرسې مقصد ټولنې ته د داسې پرهیزګاره مسلمانانو وړاندې کول دي چې ژوند یې د اسلامي لارښوونو پر اساس ولاړ وي، له همدې امله د طالبانو دولت هدف هم، همدا دی چې د مدرسې نفوذ د ټولنې هرې برخې ته وغځوي. د امیر خبره یې د همدې ارادې استازولي کوي چې وايي مشري د علماوو په لاس کې ده. د علماوو هڅه به دا وي چې ټوله ټولنه عالمان کړي.
په داسې حال کې چې معاصر تعلیمي سیسټم دولت ته د یوې منځنۍ طبقې او بیروکراټانو د جوړولو وړتیا ورکړې وه، د سنتي مدرسو زده کړو بیا قاضیان، د امربالمعروف پولیس، جنګیالي، ملایان، مشایخ او مولویان ټول د طالبانو په خدمت کې وړاندې کړي دي.
د طالبانو مدرسې-دولت کې د دیني اوصافو درلودل خورا اړین دي. که څه هم یو غیر ملا کولی شي چې د طالبانو د دولت یوه برخه شي، خو هغه به ددې وړتیا ونه لري چې د طالبانو د مدرسې-دولت مهمې ټولنیزې، فرهنګي او دیني تګلارې وننګوي. د بېلګې په ډول، عباس ستانکزی چې د طالبانو په دولت کې د بهرنیو چارو مرستیال و، د ښځو پر حقونو د طالبانو پر تېري تر څنګ، په دولت کې د ښې حکومتولۍ د نشتون او فساد په اړه نیوکې وکړې. هغه په مختلفو مدرسو کې د ښځو پر زده کړو ټینګار وکړ. په پایله کې، د همدې نیوکو له امله، د ځینو ناخوښو طالب ډلو په مرسته، ښاغلی ستانکزی عربي متحده اماراتو ته وتښتېد. تر دې پېښې وروسته، د طالبانو مذهبي مشـر، هبت الله اخوندزاده د کابل نړیوال هوایي ډګر ته خپلې ځانګړې قطعې ولېږلې چې په بشپړ ډول یې تر کنټرول لاندې راولي.
همدا دلیل دی چې د حقاني شبکې مشـر او د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقاني لازم دیني اعتبار نه لري چې د طالبانو د مشـر هبت الله اخوندزاده کړنې وننګوي. د حقاني دا ادعا چې د نړیوالو ځواکونو او د افغانستان د جمهوري دولت امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه کې یې زرګونه ځانمرګي بریدکوونکي لېږلي او ورپسې دوامداره هڅه یې چې د خلیفه لقب خپل کړي، د دیني باور د ترلاسه کولو یوه سیسټماټیکه هڅه ده. د حقاني د دیني اوصافو نه شتون د هغه د خلیفه لقب ددې باعث شوی چې یوازې تش په نوم خلیفه پاتې شي. ددې لپاره چې د طالبانو مذهبي مشـر په سمه مانا وننګوي، د هغه قومي او ډله ییز ځواک باید له معیاري او بنسټیز دیني مشروعیت سره یو ځای شي.
سربېره پردې، مدرسه د یوه تعلیمي بنسټ په توګه، د طالبانو غورځنګ کې د سیاسي یوالي په رامنځ ته کولو کې هم مهمه ونډه لري. د افغانستان او جنوبي اسیا په معاصر تاریخ کې، طالبان په سیاسي او مذهبي لحاظ یو له تر ټولو زیات یو موټی تنظیم ګڼل کېږي. دا یووالی د هغو ټولنیزو اړیکو پایله ده چې په مدرسو کې رامنځ ته کېږي او سرچینه له مذهبي همغږۍ او همبستګۍ څخه اخلي.
د جنګ او شخړو پر مهال، مدرسې د طالبانو د جنګي هڅو دوه مهمې بشـري سرچینې برابرولې: لومړی، د وفادارو جنګیالیو یو عقیدتي ټولګی چې بې مثاله مذهبي جنون په درلودلو سره د اسلام لپاره له خپل ځان تېر وو. د بېلګې په توګه کله چې په ۱۹۹۰ کلونو کې طالبان د شمالي ټلوالې د مقاومت په وړاندې پاتې راغلل، د طالبانو مشـرتابه پاکستان کې پر مدرسو غږ وکړ چې په جګړه کې برخه واخلي. دوهم دا چې دغه بنسټ د تېر نظام سره د جګړې کلونو کې (۲۰۰۴—۲۰۲۱) قاضیان هم برابرول چې سیمه ییزې شخړې به یې هوارولې.
له دې څخه داسې مالومېږي چې طالبانو د جنګیالیو د جذب، د قاضیانو د روزنې او د امربالمعروف او نهي عن المنکر د پولیسو (محتسب) د چمتو کولو چارې مدرسو ته سپارلې دي. د رژیم تر څنګ خپلواکې مدرسې، لا د مخه طالبانو ته د بشري منابعو په توګه خدمات وړاندې کړی دی.
دغه وضعیت به د طالبانو پر ضد د مقاومت لپاره مهمې پایلې ولري. د یوه بریالي مقاومت د پر مخ وړلو لپاره د طالبانو ضد مقاومت باید کافي سرچینې ولري تر څو د اندازې وړ مقاومت کوونکي د همدې مدرسې فارغینو پرخلاف منسجم کړي. همدارنګه طالب ضد ډلو ته پکار دی چې د سیمه ییزو شخړو د هواري لپاره قاضیان هم ولري چې په ټولنو کې یې نفوذ ته لاره هواره شي.
په انفرادي ډول، یوه طالب ته د مدرسې اعتبار دوه مهمې موخې پوره کوي: له تقوا ورهاخوا، دا د فضیلت یوه بېلګه ده چې د دیني باورونو پر وړاندې د طالب ژمنتیا ښایي. دوهم دا چې د همدې تعلیمي سند په درلودلو سره طالب له ټولنیز امتیاز برخمن کېږي چې د طالبانو دولت کې یې دنده تضمینېږي.
د جنګ او شخړو پر مهال، دطالبانو پېژندل شویو څېرو او جنګي قومندانانو په پاکستان او ایران کې خپلې مدرسې لرلې. د یوه سعودي خبریال څېړنیز راپور دا موندلي وه چې د رژیم لوړپوړي چارواکي په ایران کې مدرسې لري. د کورنیو چارو مرستیال وزیر، ابراهیم صدر چې د ایران په ختیځو ولایتونو کې یې پناه اخیستې وه، په نصرت آباد، سیستان او بلوچستان کې یې عمریه مدرسه جوړه کړې وه. همدارنګه، د دفاع وزارت مرستیال، عبدالقیوم ذاکر د بلوچستان په اشور ښار کې د خالد بن ولید مدرسه تاسیس کړې وه. له طالبانو سره بل تړلی هراتی دیني عالم، نور احمد وطنجار بیا د رضوي خراسان په ولایت کې یوه مدرسه جوړه کړې وه. د ۲۰۲۵ کال په فبروري میاشت کې افغانستان انټرنشنل هم ورته گزارش خپور کړی وه.
پایله: د حکومتولۍ تګلارې
د طالبانو د مدرسې-دولت د دولتي بنسټونو جوړښت په بشپړ ډول د یوې دیني عقیدې پر اساس جوړ کړی دی، نه د یوې بې طرفه ادارې په توګه چې د اغېزمن کار، فعالیت او خدمت رسولو جوګه وي. وزارتونه د ایډیالوژیکې وفادارۍ او دیني اعتبار پر اساس سمبالېږي او سیاسي ټاکنې هم په همدې معیار تر سره کېږي؛ نه د تخنیکي وړتیا او کاري تجربې پر بنسټ.
په داسې حال کې چې د طالبانو واکمني په کلیوالو سیمو کې نسبتاً باثباته ده خو په ښاري مرکزونو او همدارنګه په غیرپښتني سیمو کې یې اداري حضور د یوې ولسـي او منل شوې حکومتولۍ ځای زور او جبر نیولی دی. دوی نظم او کنټرول اصلاً د منځګړو له لارې ساتي لکه دیني پولیس، وسله وال جنګیالي، د علماوو شورا، مدرسې او جوماتونه. د یوه پرمختللي اداري جوړښت په منځ ته راتلو تر دم ګړۍ نه دي توانېدلي.
د طالبانو مدرسې-دولت په همدې ډول د موازي جوړښتونو له لارې حکومت چلوي چې رسمي وزارتونه د دیني شبکو او مدرسو ترڅنګ فعالیت کوي. په سیمه ییزه کچه، د طالبانو غړي د لارښوونو په پلي کولو کې پراخ اختیاري واک کاروي چې په مختلفو سیمو کې د تګلارو د ناهمغږۍ لامل کېږي. په بل عبارت، د طالبانو مدرسې-دولت پر ادارو یوه داسې پرده غوړولې چې لمخې یې سړی داسې انګېري چې چارې د یوې نارملې حکومتولۍ په چوکاټ کې روانې دي خو اصلي حکومتولي د موازي دیني بنسټونو لکه د علماوو شورا او مدرسې پر مټ په مخ بیایي.
دا مقاله له انګلیسي ژبې څخه ژباړل شوې ده. دا لومړی ځل د ORF په مجله کې د اسلامي امارت څلور کاله په افغانستان کې خپور شو: یوه څېړنه
https://www.orfonline.org/public/uploads/posts/pdf/20250820101348.pdf
